ایرانۍ رسنۍ وايي د تهران ښاروالي د ایراني صفاکارانو د جذب په برخه کې ناکامه شوې

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۵

ګڼ شمېر افغان کارګران چې د تهران ښاروالۍ په خدماتي برخه کې یې کار کاوه او په وروستیو وختونو کې د ایران حکومت وشړل، د تهران ښاروالۍ هڅه وکړه، پر ځای یې د معاشونو لوړولو له لارې ایراني صفاکاران جذب کړي، خو د دغه هېواد رسنیو ویلي چې دا طرحه په عمل کې ناکامه شوې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دې خدماتي ځواک لویه برخه چې مخکې یې د ښاروالۍ د قراردادیانو په صفت کار کاوه هغه افغانان وو چې اوس له ایرانه وتلي او یا په ډله‌ییز ډول شړل شوي دي.

«آنا» خبري اژانس ویل چې د کارګرانو دا ناڅاپي ګوښه کول د تهران ښار خدماتي سیسټم له جدي ستونزو سره مخامحخ کړی دی.

یاد اژانس لیکلي، د وضعیت ښه کېدو لپاره د تهران ښاروالۍ اعلان وکړ چې تر لس زره ډېر ایراني کارګران تر ۲۰ میلیونو تومانو په لوړ معاش ګوماري، خو دې کار ته چا زړه ښه نه‌کړ او دا طرحه په عمل کې ناکامه شوه.

د تهران ښاروال علي رضا زاکاني ویلي چې د صفاکارانو کمښت د افغان کارګرانو د شړلو پایله ده.

په ورته وخت کې د تهران ښاروالۍ د شورا مرستیال پروېز سروري ویلي چې ښاروالي د ایراني کارګرانو د جذب لپاره د بودجې بیا کتنې ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی چې د افغان کارګرانو ناڅاپي ایستل د خدماتي سیسټم پر مالي او عملي برخو د پام اغېز کړی دی.

ایران په وروستیو میاشتو کې لسګونه زره افغان کډوال له هېواده شړلي دي. د ایران د رسنیو د راپورونو له‌مخې، د تهران ښاروالۍ د صفاکارانو ډېره برخه هغه افغان کډوال وو چې په دغهښار کې اوسېدل.

نور خبرونه

رادیو