امریکا او متحده عربي امارات د یوه افغان سرتېري په «خپل‌سري بند» تورن شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یوه کاري ډله وايي، چې امریکا او متحده عربي اماراتو یو افغان سرتېری د افغان کډوالو په یوه پنډغالي کې د دوو کلونو لپاره ساتلی او له خپلو ازادیو یې محروم کړی و.

دغې ډلې د افغان کډوال وضعیت له خپل‌سري بند سره تشبیه کړی دی.

د بشري حقونو ډلو ویلي، چې زرګونه نور کسان هم د دغه افغان په څېر «د اماراتو په بشردوستانه ښارګوټي» کې ژوند کوي. دوی د کابل تر سقوط وروسته د امریکا له‌خوا متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي وو او یو شمېر یې لا هم په دغه ښارګوټي کې په ناڅرګند وضعیت کې ژوند کوي.

دغه کس چې هویت یې د ملګرو ملتونو د کاري ډلې په راپور کې نه‌دی ښکاره شوی؛ د افغانستان د پولیسو پخوانی ډګرمن دی، چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کاوه او په ۲۰۲۱کال کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د اسنادو پر بنسټ؛ هغه د امریکايي خصوصي شرکتونو له‌خوا اماراتو ته لېږدول شوی و. هغه مهال ورته ویل شوي و، چې یوازې ۱۴ ورځې به په متحده عربي اماراتو کې پاتې کېږي او وروسته به امریکا ته ولېږدول شي.

دې ټولو سره سره، هغه له دوو کلونو ډېر د یو ستر استوګنیز پنډغالي په منځ کې وساتل شو؛ هغه ځای چې امارات یې د جګړې د تخلیه شویو کسانو د اوسېدو ځای بولي. نوموړی د دایمي څارنې او سختو محدودیتونو لاندې ساتل کېده. د ملګرو ملتونو کاري ډله متحده عربي امارات او د امریکا متحده ایالات په ګډه د هغه د خپل‌سري بند مسوول ګڼي.

دغه ډله چې پنځه غړي لري، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په امر په جنیوا کې د ازادۍ د محرومیت قضیو د څېړلو لپاره ټاکل شوې ده. یادې ډلې له امریکا او متحده عربي اماراتو غوښتي، چې دغه سړي ته غرامت او جبران ورکړي.

یاد سړی بیا تېر کال امریکا ته ولېږدول شو او اوس په ازاد ډول ژوند کوي.

امریکا تورنه شوې، چې په دې کار سره یې د ۱۹۶۶م کال د مدني او سیاسي حقونو نړۍوال میثاق نقض کړی دی. دغه سند یو حقوقي الزاموونکی تړون دی، چې د وګړو ازادۍ تضمینوي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې وه، چې د هغو کډوالو ستونزې به وڅېړي چې اماراتو ته انتقال شوي دي. اندېښنه شته، چې متحده عربي امارات ښايي له دې ډلې یوشمېر بېرته افغانستان ته وشړي.

نور خبرونه

رادیو