د هند د ممبۍ ښار پولیسو او امنیتي ادارو د ترهګریزو برېدونو له ګواښونو تر لاسه کولو وروسته د جمعې په ورځ بیړنی حالت اعلان کړ. دوی وایي، دغه ګواښونه د ترافیکي پولیسو په رسمي واټساپ شمېره ترلاسه شوي او ویل شوي چې ۳۴ برېدګر د ۴۰۰ ګرامه چاودېدونکو موادو سره د سترو بریدونو پلان لري.
پیغام استونکي ځان د «لشکر جهادي» ډلې غری معرفي کړی او ادعا یې کړې چې ۱۴ پاکستاني وسله وال هند ته داخل شوي او د برېد لپاره چمتو دي.
د پولیسو چارواکو ویلي، چې د ایالت په کچه امنیتي تدابیر سخت شوي او ترهګرۍ ضد څانګې په ګډون ټولو امنیتي ادارو د یادې موضوع په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د ممبۍ د پولیسو یوه چارواکي وویل:« موږ تل له نا اشنا شمېرو داسې ګواښوونکي پیغامونه ترلاسه کوو. ډېر ځله دا پیغامونه له هغو کسانو راځي چې یا رواني ستونزې لري یا د الکولو تر اغېز لاندې وي. خو هر ځل اړ یو چې جدي یې ونیسو او د امنیتي پروتوکولونو له مخې عمل وکړو.»
نوموړي زیاته کړې، په دې ګواښ کې د کوم ځانګړي ځای یادونه نه ده شوې، خو پولیس د استوونکي د شمېرې د معلومولو هڅه کوي او ژر به یې هویت څرګند شي.
یاد ګواښونه داسې مهال شوي چې د ممبۍ پولیسو د «اننت چاتورداشي» او «عید میلاد» د نمانځلو لپاره ځانګړي امنییتي تدابیر نیولي دي.
دغه ګواښ د ممبۍ د ۲۰۰۸ کال د نومبر د ۲۶مې نېټې د خونړۍ ترهګریزو برېدونو د یادونو له امله اندېښنې زیاتې کړې دي.
هغه مهال د لشکر طیبه پورې تړلو لسکو وسلهوالو په دې ښار کې برېدونه ترسره کړل او په هغه برېدونو کې ۱۷۵ کسان ووژل شول او له ۳۰۰ ډېر ټپیان شول .