د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، ښايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نږدې راتلونکي کې بیا ځلي مخامخ لیدنه ولري. هغه زیاته کړې څنګه چې د الاسکا ناستې چمتوالی په چتکۍ ترسره شو، دغه لېدنه به هم همداسې ترسره شي.
دیمیتري پسکوف د روسیې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي:«لکه څنګه چې د پوتین او ټرمپ د الاسکا ناستې چموالی په چټکۍ سره ترسره شو، راتلونکې لیدنه هم کولای شي له ځنډ پرته همداسې تنظیم شي.»
پر همدغه مهال د کرملین ماڼۍ ویاند ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډېپلوماسۍ سوداګریز چلند «ډېر سیاسي» دی، خو د هغه په وینا دا په ښه او مثبته معنا دی.
نوموړي د خپلو خبرو د دوام پرمهال ټینګار کړی، چې روسیه غواړي د اوکراین جګړه د سیاسي او ډېپلوماټیکو لارو حل کړي.
نوموړي زیاته کړې: «که ټرمپ وکولای شي موږ ته د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو امکانات برابر کړي، زموږ ګټې به سره یو ځای شي او باید هرکلی یې وشي.»
د کرملین ماڼۍ ویاند په داسې حال کې د پوتین او ټرمپ د احتمالي لیدني په اړه خبر ورکړی، چې د دواړو هېوادونو مشرانو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم په الاسکا کې سره لیدلي.