په کابل کې د سعودي عربستان سفارت وايي، چې د ملک سلمان بنسټ د ننګرهار په مرکز «جلال اباد» کې په وړیا توګه د سترګو پر ناروغیو اخته کسانو د درملنې دویم پړاو پای ته ورساوه.
په دغو درملیزو خدماتو کې د سترګو معاینه، د درملو او عینکو ورکړه او د جراحۍ عملیات شامل وو.
په دغه پړاو کې ۵ زره او ۲۲ کسان معاینه او درمل ورکړل شوي او د ۴۰۵ ښځینه او نارینه ناروغانو د سترګو د جراحۍ عملیات ترسره شوي او همداراز د سترګو ۶۰۰ ناروغانو ته چې په لید کې یې ستونزې درلودې عینکې ورکړل شوي دي.
په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د جمعې په ورځ (د وږي ۱۴مه) پر اېکس خواله رسنۍ ویلي، دغه خدمات د «نور سعودي» پروګرام له لوري او د ملک سلمان او د البصر خیریه مرستندویه بنسټونو په همکارۍ وړاندې شوي دي.
طالبانو د روان کال په غبرګولي میاشت کې اعلان وکړ، چې د ملک سلمان بنسټ په دوو اونیو کې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې د سترګو پر ناروغیو ۱۲ زره اخته کسانو ته خدمات وړاندې کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم د امریکا او نورو هېوادونو د بشري مرستو په بندېدو سره په افغانستان کې په بېلابېلو څانګو کې روغتیايي مرکزونه وتړل شول او ملګرو ملتونو په وار وار د دغه وضعیت د راتلونکو ناوړه پایلو په تړاو خبر داری ورکړی دی.