د افغانستان د کرېکت ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې په خپله څلورمه سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان به د یکشنبه په ورځ د پاکستان لوبډلې سره د لوبلړۍ وروستی لوبه ترسره کړي.
د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلو ترمنځ د څلورمې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان ملي لوبډلې د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې توپوهونکي ابراهیم ځدران ۴۸ او رحمان الله ګربز ۴۰ منډې جوړې کړې.
متحده عربي اماراتو د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې او د ۴ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.
افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د یکشنبې په ورځ د همدې لوبلړۍ وروستۍ لوبه د پاکستان لوبډلې سره تر سره کړي.