په افغانستان کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا ماموریت پای ته ورسېد

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روز اوتنبایوا ماموریت پای ته ورسېد.

اوتنبایوا د جمعې په ورځ (د وږي ۱۴مه) د طالبانو د کډوالو چارو وزارت له وزیر مولوي عبدالکبیر سره تودیعي لیدنه هم درلوده.

هغه د اوتنبایوا له هڅو ستاینه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یوناما مشرې په دې کتنه کې په وروستیو زلزلو کې د زیانمنو شویو په اړه د خواشینۍ له څرګندولو سربېره له افغانانو سره پر بشري مرستو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو ۲۵ ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسیدلي او د حالاتو له ارزولو وروسته به د مرستو بهیر پیل کړي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان وکړ چې په افغانستان کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا ماموریت به په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېږي.

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په روانه سپټمبر میاشت کې د افغانستان په تړاو یوه غونډه راوبولي. روزا اوتنبایوا به دغې غونډې ته د افغانستان په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړي او همداراز ویل کېږي چې په یاده غونډه کې به د مدني ټولنې یو استازی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر هم ګډون او ویناوې وکړي.

روزا اوتنبایوا له مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل، چې ملګري ملتونه د کډوالۍ د دایمي حل په موخه د افغانستان په شمال کې له کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ د ۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژه پلي کوي او دویم پړاو به یې په نیمروز او فراه ولایتونو کې تطبیق شي.

مولوي عبدالکبیر د مخه ښې په دې کتنه کې د طالبانو په دویمه دوره کې د روزا اوتنبایوا له هڅو او خدمتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روزا اوتنبایوا د ماموریت پر مهال یو شمېر مهم کارونه ترسره کړي او تمه ده چې لامثبت ګامونه واخیستل شي.

هغه یو ځل بیا په ټينګار سره وویل، چې دوی زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو په موخه یوې کمیټې ته دنده سپارلې او په وینا یې نړۍوال بنسټونه دې هم خپلې مرستې له طالبانو سره په همغږۍ وویشي.

د نوموړي په وینا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت «د مهاجرت د انګېزې ختمولو په موخه ستراتیژي» چمتو کړې او له تخنیکي ارزونو وروسته به بشپړه شي.

نړۍوال بنسټونه خپلې مرستې د مرستندویه سازمانونو له لارې وېشي. مرستندویه هېوادونه او نړۍوال بنسټونه د بندیزونو او له مرستو د ناړه ګټنې له امله طالبانو ته د مرستو له سپارلو ډډه کوي.

د راپورونو له مخې، طالبانو د بشرپاله مرستو یوه برخه په خپله ګټه مصادره او یا هم منحرفې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې روزا اوتنبایوا د افغانستان لپاره خپله ځانګړې استازې وګومارله. هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشره هم وه.

روزا اوتنبایوا له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ کاله د قرغېزستان ولسمشره وه او په دغه هېواد کې څو دورې د بهرنیو چارو وزیره هم وه.

نور خبرونه

رادیو