د کندهار د عینو مېنې جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال طالبانو له کویټې څخه ورغلي ديني عالم مولوي نورالدین اغا ته د وینا اجازه نه ده ورکړې. ویل کېږي، چې د هغه ګڼ شمېر مینوال د جمعې لمانځه ته ورغلي وو، څو د هغه وینا واوري او د هغه په امامت لمونځ وکړي.
سرچینو د جمعې په ورځ (د وږي ۱۴مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د هغه د راتګ او وینا په اړه له یوې ورځې وړاندې خلکو ته خبر ورکړل شوی و او ګڼ شمېر مینوال یې د جمعه لمانځه ته ورغلي وو.
د سرچینو په خبره، د لمانځه پر مهال د امر بالمعروف مسوولینو نوموړي ته د وینا او امامت اجازه ورنه کړه.
مولوي نورالدین اغا د خپلو ټولنیزو او د خلکو د ستونزو اړوندو ویناوو له امله په افغانستان او په ځانګړي ډول په کندهار کې پراخ شهرت او محبوبیت لري، چې له همدې امله د هغه د خبرو اورېدو لپاره ګڼ شمېر ځوانان او د ټولنې بېلابېل قشرونه راټول شوي و.
د خلکو په وینا، د طالبانو دا پرېکړه د مولوي نور الدین اغا د زرګونو مینوالو د زړهخوږۍ لامل شوی او ګڼ شمېر کسانو د طالبانو دا کار غندلی دی.
هغوی وایي، د داسې دیني عالمانو ویناوې چې د ټولنې په اصلاح او د خلکو په راویښولو کې مهم رول لري، باید د هغوی پر وینا محدودیت ونه لګول شي.
تر دې دمه د طالبانو د اړوندو ادارو له خوا په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي.