ایران خپلو خلکو ته: احتمالي زلزلې ته چمتووالی ونیسئ

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د ایران په پلازمېنه تهران کې د ناورین مخنیوي او مدیریت ادارې له خپلو خلکو غوښتي، چې تل باید د احتمالي زلزلې لپاره چمتو اوسي. د دغې ادارې مشر علي نصیري ویلي، چې د تهران ټولې کورنۍ باید په خپل کور، موټر یا کارځای کې د «خوړو کڅوړې» چمتو ولري.

په دې کڅوړه کې باید مهم توکي لکه اوبه، خواړه، درمل، شخصي اسناد او لومړني بېړني توکي شامل وي؛ څو که زلزله یا بل بېړنی حالت رامنځته شي، خلک د یو څه وخت لپاره ژوندي پاتې شي.

هغه خبرداری ورکړی، هغه کورونه چې د ۱۹۹۵ کال څخه مخکې جوړ شوي وو، د زلزلو پر وړاندې مقاومت نه‌لري او له خلکو یې غوښتنه کړې چې خپل ځان او مال په هغو کورونو کې له ګواښ سره مخ نه‌کړي چې له تخنیکي پلوه د انجینر یا متخصص له‌خوا تایید شوي نه‌دي.

دغه خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي، چې د افغانستان ختیځ په تېره بیا کونړ ولایت سختې زلزلې وځپلو. په دې زلزله کې لږترلږه تر ۲ زرو او ۲۰۰ ډېر کسان مړه شول.

نور خبرونه

رادیو