د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ اندېښنه ښوولې، چې له پاکستانه تازه د کډوالو د اېستلو بهیر پیل شوی او دغه بهیر د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې دپاسه یو بل ناورین رامنځته کړی. دغه سازمان ویلي، چې هېواد ته ستنېدونکي کسان د لومړنیو اړتیاوو نشتوالي، فقر او بېروزګارۍ سره مخ کېږي.
دغه سازمان په یوه ویډیويي پېغام کې زیاته کړې، طالبانو وار دمخه په افغانستان کې پر ښځو سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي چې له کبله به یې هېواد ته ستنېدونکې نجونې او مېرمنې هم له دې برخلیک سره مخې شي. د کډوالو لپاره د ملګري ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ؛ په تورخم کې کډوال بېړنیو بنسټیزو مرستو ته اړتیا لري او د هېوادونو تر څنګ یې له خلکو غوښتي، چې په دې برخه کې خپلې مرستې وکړي.
دا اندېښنه داسې مهال ښوول کېږي، چې پاکستان د روان زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانانو د اېستلو بل پړاو پیل کړی دی. په دې لړۍ کې بېاسناده افغانان او هغه کډوال هم شامل دي چې د ملګرو ملتونو له لوري ورته د «پي او ار» په نوم کارتونه ورکړل شوي دي.
که څه هم د نړۍ یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو له دغه هېواده غوښتي، چې د افغانانو د اېستلو روان بهیر دې ودروي؛ خو اسلاماباد بیا دغه غوښتنې په پام کې نه دي نیولې او د اېستلو لپاره پولیسو په بېلابېلو ایالتونو کې د کډوالو د لټون پسې کور په کور عملیات پیل کړي دي.
هممهاله له ایرانه هم د افغانانو د اېستنې بهیر روان دی؛ خو دغه بهیر د تېرو دوو میاشتو پرتله اوس سوکه شوی. ایران یوازې د روان کال له پیله تر اوسه ۱.۸مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي. همدا راز پاکستان هم د روان زېږدیز کال له پیله تر ۳۰۰زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.
د بشري حقونو سازمانونه او ملګري ملتونه وایي، د دغو کډوالو د ستنېدو له امله په افغانستان کې وار دمخه شته بشري ناورین نور هم پراخ شوی او همدا راز د فقر تر څنګ د بېروزګارۍ کچه هم لوړه شوې ده. اندېښنې دا دي، چې له پاکستانه د کډوالو د اېستلو لړۍ پراخېدو سره به دغه ناورین لا پسې زیات شي.