سعودي عربستان د فلسطینیانو د جبري بې ځایه کېدو په تړاو د نتنیاهو پرلپسې څرګندونې غندلې

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت له خپلې خاورې د فلسطینیانو جبري کډه کولو په تړاو د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرلپسې څرګندونې غندلې.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په جبري توګه کډه کولو ته د فلسطینیانو مجبورول د بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو ښکار نقض بللی دی.

ریاض همداراز په دې برخه کې د مصر له دریځه په کلکه ملاتړ کړی دی.

سعودي عربستان د فلسطیني ولس پر وړاندې د اسراییل د یرغلیزو پالیسو د درولو لپاره د نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لاس په کار کېدو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، په هره پلمه چې وي، د فلسطینیانو کډې کولو ته مجبورول د منلو وړ ندي.

له دې سربېره سعودي عربستان یو ځل بیا په فلسطین کې د نسل وژنې او ترسره کړو جنایتونو په تړاو د اسراییلي چارواکو د ځواب ورکړې غوښتنه کړې او د دغې سیمې یوازنۍ حل لاره یې هم د ۱۹۶۷ کال د جغرافیا له مخې د ختیځ قدس په پلازمینې سره د فلسطین د خپلواک هېواد رامنځته کېدل ګڼلي دي.

نور خبرونه

رادیو