د سولې او عدالت ملي حرکت په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړونې په تړاو د شانګهای همکاریو سازمان د دریځ هرکلی کړی دی. دغه بنسټ په یوه بیان کې ویلي، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي باید «د یو مشروع، عادلانه او ټولګډوني سیاسي نظام د جوړونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»
د شانګهای همکاریو سازمان د دوشنبې په ورځ د چین په تیانجین غونډه کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دې د ټولو قومي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون یو ټولګډونی حکومت جوړ شي او دا یې د تلپاتې سولې او ټیکاو د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره بللې ده. دغه سازمان په خپل وروستي بیان کې همداراز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دې یو خپلواک، بېطرفه، له ترهګرۍ، جګړې او نشهيي توکو پاک حکومت جوړ شي.
د افغانستان د سولې او عدالت حرکت چې د محمدحنیف اتمر، معصوم ستانکزي، شاکر کارګر، جلیل شمس، نثاراحمد غوریاني او مبارز راشدي په ګډون د افغانستان د پخواني حکومت د یو شمېر سیاسي څېرو او چارواکو لهخوا جوړ شوی، د شانګهای د همکاریو سازمان دریځ یې «غوره او عادلانه» بللی دی.
یاد بنسټ زیاته کړې: «د دغه ډول سیمهییز او نړۍوال دریځ دوام کولای شي په افغانستان کې د ثبات پیاوړتیا، د خلکو بنسټیزو حقونو او ازادیو، ټولنیز عدالت او دایمي سولې د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړي.»
د سولې او عدالت حرکت همداراز د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو غوښتي، چې د بینالافغاني خبرو اترو د اسانتیا او پیلېدو له لارې د یوه ټولګډوني او عادلانه حکومت د جوړونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.