یو مذهبي سازمان له امریکا نه د افغان عیسوي کډوالو د احتمالي اخراج په اړه اندېښمن دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

په امریکا کې مېشت د عیسويانو ملاتړ نړۍوال سازمان له متحده ایالاتو نه د افغان عیسوي کډوالو د احتمالي اېستلو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان ویلي، افغان عیسوي کډوالو ته رسمي خبرداری ورکړل شوی چې ښایي افغانستان ته واستول شي.

د عیسويانو نړۍوال سازمان (ICC) ویلي، د دغه سازمان موندنې ښیي چې امریکایي چارواکي که څه هم د افغان عیسوي کډوالو سره خواخوږي لري؛ خو د هغوی لپاره د ډاډګېرنې یا ځانګړې مرستې چمتو کولو ته لېواله نه‌دي.

د بیان له‌مخې؛ امریکایي چارواکي غواړي چې د افغان عیسوي کډوالو وضعیت د عادي کډوالۍ چېنلونو له لارې مخته یوسي.

دغه مذهبي نړۍوال سازمان د نړۍوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون د راپور تر خپرېدو وروسته خپلې اندېښنې څرګندې کړې. دغه راپور تېره اوونۍ خپور شوی دی.

په امریکا کې مېشت کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د مذهبي لږکیو ځپلو او په نښه کولو ته دوام ورکړی دی.

همداراز د نړۍوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون د افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله خونديتوب وضعیت د بیارغونې غوښتنه کړې ده.

د یاد کمېسیون مرستیال اصف محمود وویل: «حکومت او کانګرس باید د زیانمنو افغان مذهبي لږکیو ته په لومړیتوب ورکولو سره د مذهب او عقیدې ازادۍ ته خپله ژمنتیا څرګنده کړي.»

نور خبرونه

رادیو