وروستیو زلزلو له پاکستان څخه د اېستل شوو افغانانو ژوند لا سخت کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د افغانستان ختیځ کې وروستیو زلزلو د هغو افغانانو پر ژوند دروند ګوزار کړی، چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه په زوره اېستل شوي دي.

په کونړ کې د مسعود کلي اوسېدونکي وایي، د زلزلې له امله لسګونه کورونه ویجاړ شوي او ګڼې کورنۍ بې‌سرپناه پاتې دي.

نذرشاه، چې څو میاشتې وړاندې له پاکستان څخه شړل شوی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې پېښه کې یې شپږ خپلوان له لاسه ورکړي، انا یې ټپي شوې او کور یې په کنډواله بدل شوی دی.

هغه زیاتوي: «موږ خپل سرپناه له لاسه ورکړه، اوس د سیند پر غاړه تر یو ترپال لاندې ژوند کوو.»

د ځايي سرچینو په وینا، زلزلې یوازې د نذرشاه کورنۍ نه ده ځپلې، بلکې په زرګونو کورونه یې وران کړي، له ۲۲۰۰ ډېر کسان یې وژلي او تر ۳۶۰۰ زیات یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بهرنیو مرستو کموالي د ژغورنې او مرستو بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

مرستندوی ډاکټر حضرت ګل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ډېرې کورنۍ له څو ورځو راهیسې بې درملنې پاتې دي.

نوموړی زیاتوي: «که بارانونه ډېر شي، خدای پوهېږي څه به پېښ شي، ترپالونه د توپان پر وړاندې هېڅ نه شي کولای.»

په ورته مهال، هغه افغانان چې د پاکستان د شړلو له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي وايي له دې طبیعي افتونو سره د ژوند پرمخ وړل ورته لا ستونزمن شوي دي.

نور خبرونه

رادیو