د طالبانو بندیزونه؛ د ښځینه صحي ټیمونو نشتوالي د کونړ زلزله ځپلو ښځو د مړینې شمېر لوړ کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۳

د کونړ ولایت له زلزلې وروسته، د دغه ولایت او ننګرهار د روغتیايي مرکزونو معلومات ښيي چې ښځو ته د بیړنیو روغتیايي خدمتونو لاسرسی د نارینه‌وو په پرتله په څرګند ډول کم و. د کونړ مرکزي روغتون ته ۳۵۳ ټپیان لېږدول شوي چې ۶۷ پکې ښځې دي او ننګرهار ته په ۱۰۷۰ ناروغانو کې یوازې ۱۲۵ ښځې دي.

د روغتیايي کارکوونکو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د ښځو د شمېر کمښت دا معنا نه لري چې هغوی کمې زیانمنې شوې، بلکې دا د کلتوري محدودیتونو، لوژستیکي خنډونو او په زیانمنو سیمو کې د ښځینه روغتیایي ټیمونو د نشتوالي پایله ده، چې ډېرې تلف شوې دي. د هغوی په وینا، ښځې ډېری یوازې هغه مهال روغتون ته انتقالېدې چې وضعیت یې ډېر کړکېچن شوی و.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلې ډېټا له مخې، د بستر شویو کسانو شمېر دا موضوع لا هم روښانه کوي.

دغه معلومات ښيي، چې لږ شمېر ښځې روغتیايي مرکزونو ته لېږودول شوې، خو د ۶۷ښځو له ډلې ۵۴یې بستر شوې، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو له ډلې یوازې ۳۷او د ماشومانو له ډلې ۳۲کسان بستر شوي دي. ډاکټران وایي، دا شمېرې ښيي چې ښځې زیاتره یوازې د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته په وروستیو پړاوونو کې روغتون ته لېږدول شوې دي.

محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د ښځو تلفات په ځانګړي ډول ډېر وو.

د کونړ یوه روغتیايي چارواکي وویل: «ښځینه ټیمونه ډېر کم وو او ډېری ښځې ځکه مړې شوې چې کورنیو یې پردیو نارینه‌وو ته اجازه نه ورکوله چې هغوی بهر وباسي. په درېیمه ورځ، ځینې کورنۍ اړې شوې خپلې ښځې چې د قابلګۍ زده کړې یې کړې وې، زیانمنو سیمو ته واستوي».

د سیمې اوسېدونکي وایي، په ځینو مواردو کې د انتقال او درملنې په بهیر کې نارینه‌وو ته لومړیتوب ورکړل شوی او ښځو ته لږ فرصت ورکړل شوی چې خپل روغتیايي حالت څرګند کړي.

له بلې خوا، د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا وزارت یو شمېر چارواکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تر مازدیګر پنځه بجو پورې، ټول ۱۰۷۰ ټپیان د دغه ولایت حوزوي روغتون ته انتقال شوي، چې له دې ډلې ۵۴۸ تنو بستر شوي دي. د معلوماتو له مخې، د بستر شویو ۱۷۲کسانو عملیات ترسره شوي دي.

د ننګرهار حوزوي روغتون یو تن ډاکټر چې نه غواړي نوم یې یاد شي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تر اوسه دوی ته ۱۲۵ ښځينه ټپيان وروړل شوي دي.

دغه راز ۱۲۸ ناروغان ولایتي «فاطمه الزهرا» روغتون ته انتقال شوي، چې له دې ډلې۶۱تنه بستر شوي دي.

د پوهنتون تدریسي روغتون کې د چارشنبې ورځې تر دوه بجو پورې ۳۱۳تنه مراجعه کړې، چې له دې ډلې ۹۵ تنه بستر او ۲۱۸تنه په او پي ډي کې تداوي شوي دي.

سرچینې وایي، په کامې ولسوالۍ او د ښوی او برکوټ روغتیايي مرکزونو کې په ټولیزه توګه ۹۲ ټپیان ثبت شوي، چې له دې ډلې ۷ تنه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، داودزي روغتون ته ۳۱ ناروغان انتقال شوي چې ټول یې بستر شوي او په «سپین غر مومند» خصوصي روغتون کې هم ۴۹ناروغان بستر شوي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نن ۹ تنه د ننګرهار حوزوي روغتون ته او ۸تنه د شفا عظیم روغتون ته انتقال شوي، چې له دې ډلې ۳ تنه بستر شوي دي.

طالبانو تر اوسه د جنسیت پر بنسټ د ټپیانو ارقام نه دي خپاره کړي، خو د ننګرهار ولایت د روغتونونو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې اکثریت ټپیان نارینه او ماشومان دي. همدارنګه، هغه ټپیان چې سرپرست نه لري او ټولې کورنۍ یې له لاسه ورکړې، په تازه جوړ شوي ۵۰بستره روغتون کې بستري شوي دي.

د روغتیايي سکتور مسوولین وایي، د ښځو د زیاتو تلفاتو لامل دادی، چې طالبان په لومړیو ورځو کې ښځینه روغتیايي ټیمونو ته اجازه نه ورکوله چې زیانمنو سیمو ته لاړ شي، خو وروسته چې د ښځو مرګ ژوبله او عامه فشار او نیوکې ډېر شول، ځینې ټیمونو ته اجازه ورکړل شوه چې د نړیوالو مرستندویانو په همکارۍ سیمو ته ولاړ شي.

شنونکي وايي، د ښځو پر تعلیم بندیزونو او د صحي زده کړو موسسو تړلو، چې زرګونو ښځو پکې زده کړې کولې، د افغانستان پر صحي سکتور ناوړه اغیز کړی او د دغو سیاستونو پایلې د کونړ په زلزله کې د ښځو له لوړ شمېر مرګ ژوبلې د درک وړ دي.

نور خبرونه

رادیو