روسی سیلاني: د طالبانو په زندان کې مې بکسونه او قیمتي شیان ټول ورک شول

۳ ساعتونه مخکې

روسي اتنوګرافر سویاتوسلاو کاویرین په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې طالبانو هغه د وسله والو مخالفانو د روزنې، قاچاق او زړو انځورونو په تور نیولی و. هغه وايي، چې ماته یې ویل، «د توقیف پر مهال به دې حتا یوه ستنه هم ضایع نه شي، خو د سمارټ فون د خلاصولو ستن مې هم ورکه شوې ده».

سویاتوسلاو کاویرین یوې روسۍ رسنۍ ته په مرکه کې ویلي، چې ښايي دی د ۲۰ کاله وړاندې چاپ شویو هغو پوسټکارتونو له امله نیولی شوی وي، چې ده په یوه پلورنځي کې پېرلي وو او د پلټنې پرمهال ورسره وموندل شول.

هغه وویل چې د نیول کېدو پېښه یې «په تصادفي ډول، افغانستان کې د وروستي ورځې پر مهال» وشوه.

کاویرین وايي، «د ښار په دروازه کې یو امنیتي مامور، چې د استخباراتو کس و، له ما نه تذکره وغوښته، خو ما ورته وویل چې تذکره نه لرم، یوازې پاسپورت لرم، هغه مې ورته وښود، هغه یې وکوت، بیا یې زما سمارټ فون راواخیست او ویې ویل چې پنځه دقیقې وخت لګیږي. وروسته یې د سختې تلاشي په ترڅ کې بې اساسه تورونه ولګول».

نوموړی زیاتوي،« لومړی یې قاچاق کوونکی وبللم، بیا یې تور ولګاوه، چې په فارسي ژبه د داعش راتلونکو غړو ته درس ورکوم، په ټولیزه توګه، د پېښې پر مهال جوړ شوي بې اساسه تورونه وو».

کاویرین همدا راز وویل چې طالبانو پر هغه «دوسیه» لرله، ځکه هغه شپږم ځل افغانستان ته تللی و.

هغه په ورته وخت کې د طالبانو ستاینه کړې او وايي، اوسنی وضعیت د افغانانو له لیدلوري، پرمختګ کچې او اړتیاوو سره سمون لري.

هغه وايي، چې دوه واړه بکسونه یې ورک شوي، چې د ۳۰۰ ډالرو په ارزښت قیمتي توکي پکې وو او دغه راز یې خپلو ملګرو ته ډالۍ اخېستې وې، هغه هم د نیولو پرمهال ورکې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، «پاوربانک، د لپټاپ چارجر، هارډ ډرایو او میموري کارتونه ټول ورک شول. ما ته ډاډ راکړل شوی و چې د توقیف پر مهال به مې حتا یوه ستنه هم ضایع نه شي، خو هغه ستنه چې د سمارټ فون د خلاصولو لپاره کارېږي هم ورکه شوې ده».

نور خبرونه

رادیو