د هوا پوهنې ادارې سبا د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د باران او سیلابونو راوتلو اټکل کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۳

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، بادونو، خاورو او دوړو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی. یادې ادارې زیاته کړې، چې ښايي په کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، نورستان، لوګر او پکتیا ولایتونو کې باران ووریږي او سیلابونه راووځي.

دغې ادارې وړاندوینه کړې، چې د جمعې په ورځ به په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

همدارنګه یادې ادارې ویلي، چې په مرکزي او لوېدیزو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو سیمو کې به یې چټکتیا په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ کیلومتره وي.

نور خبرونه

رادیو