د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل شوې ده.
د طالبانو د سفارت د معلوماتو لهمخې؛ دغه لړۍ نن د دغه هېواد په استانه ښار کې د یادې ډلې شارژدافېر مفتي محمدالرحمن له لوري د لومړي پاسپورټ په وېشلو سره په رسمي ډول پيل شوې ده.
په قزاقستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي، چې له دې وروسته په دغه هېواد کې مېشت افغانان کولای شي د اړتیا پرمهال پاسپورټ ترلاسه کړي.