ریچارډ بینیټ: طالبان او فقر د افغانستان دوه اصلي ستونزې دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۳

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، چې طالبان او فقر د افغانستان دوه اصلي ستونزې دي. نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغان ښځو او نورو ټولنو ملاتړ دې وکړي.

ریجارډ بینیټ په جنیوا کې د افغان ښخو د بشري حقونو په تړاو ناستې ته وویل، چې د افغان ښځو لږکیو او نورو ټولنو ملاتړ دې وشي.

بینیټ ویلي:«د افغان ښځو، نجونو او لږه کیو ملاتړ دې وشي، له افغانستان نه بهر په جلاوطنۍ کې د افغان ټولنو او د کډوالو ملاتړ اړین دی.»

پر همدغه مهال په جنیوا کې د کاناډا د دایمي استازي مرستیالې پیټریشیا مک کولاګ ټینګار کړی، چې افغان ښځې او نجونې باید د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د پرېکړې کولو په پروسه کې مرکزي رول ولوبوي.

نوموړې ویلي:« افغان ښځې او نجونې د کار او زده کړو په برخه کې له ډېرو محدودیتونو او ستونزو سره مخ دي».

دغه ناسته نن پنجشنبه په جنیوا کې د افغانستان د وضعیت په اړه ترسره شوه.

نور خبرونه

رادیو