د طالبانو امربالمعروف د وزارتونو او مستقلو ادارو له کارکوونکو د جهادي مسایلو ازموینه اخلي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۳

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته رسېدلي اسناد ښيي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د دې ډلې د وزارتونو او مستقلو ادارو له کارکوونکو څخه د جهادي مسایلو ازموینه اخلي.

د دغه سند پر بنسټ، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د دې ډلې د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو څخه د جهادي مسایلو ازموینې اخیستلو غوښتنه کړې ده.


د طالبانو د امر بالعروف وزارت له لوري د پوهنې وزارت ته په لېږل شوي مکتوب کې لیکل شوي، چې یاد وزارت د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو له کارکوونکو څخه د جهادي مسایلو په اړه هر کال دوه ځلې ازموینه اخلي.
د طالبانو امر بالمعروف وزارت په مکتوبي ډول د پوهنې وزارت د ارشاد او دعوت ریاست څخه غوښتنه کړې، چې د راتلونکي اوونۍ تر چهارشنبې ورځې دې د یادې ازموینې لپاره پوښتنې تر چمتو کولو وروسته بېرته د امر بالمعروف وزارت ته ولېږي.
د ترلاسه شویو اسنادونو له مخې، طالبانو مخکې د ټولو وزارتونو کارکوونکو ته «دجهاد کتاب» چې په هغه کې د «باب جهاد، اسلامي حکومتولي، عدل او انصاف، نیت او اخلاص او د وخت ارزښت» په اړه موضوعات تدریس کړي و، اوس یې ازمینه اخېستل کیږي.


دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم په ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو کې د ماسپښین له لمانځه وروسته د دیني علوم تدریس کولو او د ځینو وزارتونو له کارکوونکو څخه یې د یادو مسایلو په اړه ازموینه هم اخیستې ده.
د وزارتونو پخواني کارکوونکي شکایت کوي، چې طالبان د دغه ډول ازموینو په اخیستلو سره غواړي چې د مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو پر ځای ملایان او قاریان ځای پرځای کړي.

نور خبرونه

رادیو