د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ټولو خنډونو د لرې کولو د ژمنې ترڅنګ د چین له سوداګریزو شرکتونو سره د ۴.۲ میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک کړل. شریف د چین او پاکستان کنفرانس د «فولادي ورورولۍ» انعکاس وباله.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) چینايي پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د پانګونې په بهیر کې ټولې اداري ستونزې به له منځه وړي.
د پاکستان او چین سوداګریزو شرکتونو د ۴.۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۲۱ بېلابېل تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
شهباز شریف د اداري خنډونو د لرې کولو اړوند وویل: «موږ به ان د یوې ثانیې ځنډ هم ونه زغمو. ما تازه ډاډ ورکړ چې یو چینایي پانګوال ته د ۲۴ ساعتونو دننه اسانتیاوې برابرې شي. دا هغه ژمنتیا ده چې زه پرې خبرې کوم.»
شهباز شریف زیاته کړه، چې په پاکستان کې د چینایي وګړو امنیت د دوی لپاره لومړیتوب دی: «د چینایي اتباعو خوندیتوب زموږ لپاره تر ټولو مهم دی.»
هغه چینایي پانګوالو ته وویل: «زموږ د کرنې سکټور کې ۶۰ سلنه خلک بوخت دي. چین په دې برخه کې ستر پرمختګ کړی او موږ ستاسې له شراکت سره د کرنې عصري کولو او د صادراتو د زیاتوالي هیله لرو.»