د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا نورو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندنه به د لا ډېرو ستونزو لامل شي.
روبیو په اکوادور کې د دغه هېواد د ولسمشر دانیل نوبوا او د هغه د بهرنیو چارو وزیر سره تر لېدنې وروسته په خبري غونډه کې وویل:«موږ ټولو دغو هېوادونو ته روښانه کړې او ورته مو ویلي چې که تاسو د دې پېژندنې خبره کوئ، دا هېڅ ریښتینی ګام نه دی، یوازې سمبولیک ګام دی. که دا کار وکړئ ستونزې به رامنځته شي.»
مارکو روبیو زیاته کړه:«که دا رسمیت پېژنده وشي، حتمي به ځوابي غبرګون ولري، د اوربند بهیر به لا ستونزمن کړي او ښايي د هغو بریدونو یا هڅو لامل شي چې مخکې تاسو لیدلي دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یادې خبري غونډي پرمهال د اسراییل له خوا د غزې لوېدیځې غاړي د یوځای کولو په اړه پوښتنه بې ځوابه پرېښوده.