د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې یا سيټيډي اعلان کړی، چې په تېرو اتو میاشتو کې په خېبرپښتونخوا کې ۶۰۵ ترهګریزې پېښې رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۱۳۸ ملکيان وژل شوي او ۳۵۲ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې د راپور لهمخې؛ په همدې موده کې د پاکستاني پولیسو ۷۹ افسران وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان دي. همداراز ۳۵۱ کسان د شکمنو په توګه پېژندل شوي، ۳۲ وژل شوي او ۵ نور هم نیول شوي دي.
یوازې په تېره میاشت کې په دغه ایالت کې ۱۲۹ ترهګریزې پېښې ثبت شوې دي، چې ۱۷ ملکيان او ۱۳ پولیس پهکې وژل شوي دي. په همدې میاشت کې په بنو کې ۴۲، شمالي وزیرستان کې ۱۵، سوېلي وزیرستان کې ۱۴، دېر کې ۱۱ او په ډېره اسماعېل خان او کورمه کې ۸ پېښې ثبت شوې دي. په همدې میاشت کې ترټولو ډېر بریدونه په بنو کې شوي دي.
د یادونې ده، چې خېبرپښتونخوا له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستاني پوځ او وسلهوالو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» ترمنځ د جګړې قرباني ده. د دواړو خواوو ترمنځ په جګړو کې ډېری وخت د ملکیانو د مرګژوبلې راپورونه ورکول کېږي.