طالبانو ته مخامخ؛ قطرۍ چارواکې د «اسلامي امارت» پرځای د «اسلامي جمهوریت» نوم وکارولو

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۳

د نړۍوالو همکاریو په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مریم بنت علي المسند پرون د بشري مرستو له یوې الوتکې سره کابل ته ورسېده. نوموړې د کابل په هوايي ډګر کې د رسنیو سره د خبرو پر مهال د طالبانو د «اسلامي امارت» پرځای د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم کارولی دی.

مریم بنت علي المسند د رسنیو په وړاندې داسې وویل: «موږ نن دلته راغلي یو؛ څو د حضرت عالي‌جناب تمیم بن حمد ال ثاني د قطر امیر د لارښوونې پر بنسټ د خپلو وروڼو د مرستې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت سره هوایي دهلېز پرانیزو». هغې دا خبرې په داسې حال کې وکړې، چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي یې هم تر څنګ شاوخوا ولاړ وو.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د طالبانو لوړپوړي غړي د کابل په هوایي ډګر کې په ډېر درناوي د قطرۍ چارواکې هرکلی کوي. د یاد وزارت په وینا؛ د قطر څلورو پوځي الوتکو کابل ته خوراکي توکي، روغتیایي تجهیزات او د بېړنیو استوګنځایونو وسایل لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې؛ مریم بنت علي المسند تر سفر مخکې له الجزیرې سره په مرکه کې هم د طالبانو د ادارې پر ځای «د افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم یاد کړی و.

یاده دې وي، چې د قطر دولت تر دې مخکې هم په ځینو رسمي اعلامیو کې د طالبانو د «اسلامي امارت» پر ځای د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم کارولی دی، هغه نوم چې د پخواني حکومت پورې په رسمي توګه تړلی و.

قطر که څه هم له طالبانو سره پراخې اړیکې او همکارۍ لري؛ خو د نړۍ د ډېرو هېوادونو په څېر د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني. تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو اداره په رسمیت پېژندلې ده.

نور خبرونه

رادیو