د طالبانو ډېپلوماټان په قطر کې په خپلو کارتونو کې د جمهوریت نښه او ملي بیرغ کاروي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۳

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي چې د طالبانو ډېپلوماټان په قطر کې په خپلو رسمي کارتونو کې د افغانستان د جمهوریت نښه او ملي بیرغ کاروي. په ورته مهال، د قطر یوې ښځینه چارواکې د کابل د سفر پر مهال د «امارت اسلامي» پر ځای د «جمهوري اسلامي افغانستان» نوم وکاراوه.

د دغه سند پر بنسټ نعیم وردګ، چې مخکې په دوحه کې د طالبانو د سفارت سرپرست و، په خپل کارت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم کارولی دی. د هغه په کارت کې ښکاري چې ملي بیرغ او د پخواني حکومت نښه کارول شوې ده.

نعیم وردګ اوس مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دی.

قطر له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو چارواکو په تېرو څلورو کلونو کې کابل او دوحې ته سفرونه کړي دي. خو، سره له دې، قطر لا هم د افغانستان اسلامي جمهوریت په رسمیت پېژني او د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو ادارې په رسمیت پېژندلو ته نه دی حاضر شوی.

دا مهال یوازې روسیې د طالبانو اداره په رسمیت پېژندلې ده.

قطر که څه هم په دوحه کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی، خو په مقر کې یې د اسلامي جمهوریت بیرغ رپېږي. د دغه سفارت لوحه هم د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د «امارت اسلامي» په نوم نه ده بدله شوې.

سره له دې، طالبان په دوحه کې د افغانستان سفارت دننه کولای شي له خپل ګوندي بیرغ څخه کار واخلي.

طالبان د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای خپل بیرغ کاروي او د خپلې ادارې لپاره د «افغانستان اسلامي امارت» نوم کاروي.

دغې ډلې څو ځله افغانان د ملي نښو او بیرغ د لېږدولو او کارولو له امله نیولي او سزا یې ورکړې ده.

تر دې وړاندې هم د قطر دولت په خپلو رسمي اعلامیو کې د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم کارولی دی.

مریم بنت علي المسند چې د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت مرستیاله وزیره ده، د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د بشري مرستو د لېږد پر مهال په کابل هوايي ډګر کې د «امارت اسلامي» پر ځای د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم وکاراوه.

دغې قطري ښځینه چارواکې، په داسې حال کې چې طالب چارواکي یې شاوخوا ولاړ وو، له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «موږ نن دلته یو څو د عالي جناب تمیم بن حمد ال ثاني (د قطر امیر) په لارښوونه د خپلو وروڼو د مرستې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت ته هوايي دهلېز پرانیزو.»

له هغې سره د قطر هېواد ځانګړي ځواکونه هم وو، چې په هوايي ډګر کې یې د نوموړې ملتیا کوله.

په خپرو شویو انځورونو کې د طالبانو هیڅ وسله وال سرتېری نه لیدل کیږي.

نور خبرونه

رادیو