تېره ورځ ۱۵زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۳

طالبانو خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ د (وږي ۱۲مه) له پاکستانه ۱۱زره او ۱۲۴ تنه او له ایرانه بیا ۴زره او ۹۳۶ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه کډوال په یادو ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو د اېستلو بهیر سره هم‌مهاله هېواد ته ستنېږي.

د طالبانو په وینا؛ له پاکستانه ستانه شوي کډوال د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې او بهرامچې له لارې هېواد ته ستانه شوي دي. همدا راز بیا د اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې دغه بېرته ستنېدونکي افغانستان ته ننوتي دي.

د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د‌ پاکستان په پلازمنې اسلام‌اباد او نورو ایالتونو کې د افغانانو د اېستلو درېیم پړاو پیل شوی او پولیسو کور په کور عملیات هم شروع کړي دي. په دغه بهیر کې هغه افغانان هم د اېستلو له ګواښ سره مخ دي، چې د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي او ار» کارټونه هم لري. همدا راز بې‌اسناده افغانان هم په دې لړۍ کې شامل دي.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان او یو شمېر نورو بشري سازمانونو له اسلام اباده غوښتي، چې په جبري‌ توګه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر دې وردوي؛ خو پاکستان دغه غوښتنې له پامه غورځولې دي.

د روان زېږدیز کال له پیله پاکستان تر ۳۰۰زرو ډېر افغانان او ایران بیا ۱.۸مېلونه کډوال په زوره افغانستان ته شړلي، چې له دې سره په هېواد کې بشري ناورین لا پسې پراخ شوی دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ دغه بېرته ستانه شوي په افغانستان کې د خوړو، سرپناوو او روزګار په برخه کې له سختو ننګوونو سره مخ دي.

همدا راز اندېښنه ښوول شوې، چې د دغه ستنو شویو افغانانو په منځ کې ښځې او نجونې هم وې چې د طالبانو تر واک لاندې یې زده‌کړې،‌ کار او د ژوند نورې برخې هم محدودې شوې او اغېزمنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو