د فرانسې حکومت د «وسله‌وال جهاد» د تبلیغ په تور یوه اسلامي دیني مدرسه وتړله

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

د فرانسې حکومت د هغې اسلامي دیني مدرسې د تړلو اعلان کړی، چې د امامانو د روزنې لپاره جوړ شوی و. چارواکي وایي، دغه مدرسه یې «وسله‌وال جهاد» ته د مشروعیت ورکولو په تور تړلې ده.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو رټیو د چهارشنبې په ورځ وویل، د دې مدرسې تړل د فرانسې د خاورې دننه د اسلامي توندلاریتوب د خپرېدو د مخنیوي لپاره مهم ګام دی.

نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې لیکلي: «له اخوان‌المسلمین سره مبارزه روانه ده. د دې مدرسې منحل کېدل د دې لپاره مهم دي چې دوی ونه شي کولای په فرانسه کې خپلې توندلارې اجنډا پرمخ یوسي.»

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د دې پرېکړې موخه د اسلامي توندلارو جریانونو پر وړاندې مبارزه ده او دا پرېکړه د وزیرانو د شورا په غونډه کې تصویب شوې ده.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د امنیتي او استخباراتي ادارو له هڅو هم مننه کړې ده.

یاده دیني مدرسه په ۱۹۹۲کال کې د اسلامي سازمانونو د اتحادیې په ملاتړ جوړ شوی و چې اوس یې نوم «د فرانسې مسلمانان» ته اوښتې دی او له هماغه مهاله د اخوان‌المسلمین د اړیکو تر تورونو لاندې وه.

په راپور کې راغلي، د روان کال په پسرلي کې د ولسمشر امانوېل مکرون په غوښتنه یو راپور خپور شو، چې په کې ویل شوي وو دا ډول دیني مدرسې او موسسې د فرانسې د ملي یووالي لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

راپور خبرداری ورکړی و، چې افراطي اسلامپالنه په ځانګړي ډول د محلي جوړښتونو له لارې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې لکه ښوونځي، جوماتونه، ټولنې او عامه ځایونو کې نفوذ کوي.

د ۲۰۲۴کال وروستیو کې د فرانسې د مالي پولیسو د یوې قضایي پرېکړې له مخې، د «اروپايي دیني علومو موسسه» چې همدا مدرسه یې برخه وه، د مالي فساد، د پیسو د سپینولو او د بهرنیو مرستو د نه ثبتولو په تور تلاشي کړای شوه. ویل کېدل چې دا مرسته کېدای شي د قطر له خوا ورکړل شوې وي.

خو د دې موسسې مشر لارابي بشري فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، ټول تورونه بې‌اساسه دي. د هغه په وینا: «له ۲۰۲۱کال راهیسې چې د بېلتون‌پالنې پر وړاندې قانون تصویب شوی، هېڅ بهرنی ملاتړ نه دی ترلاسه شوی. زموږ وروستۍ مرسته د ۲۰۱۸کال په رسمي ډول له قطر هېواد څخه وه چې ثبت او اعلان شوې ده.»

نور خبرونه

رادیو