د سېشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د سختو بارانونو له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. له بلې خوا د پېښور په ګڼو سیمو کې هم سېلابونه راوتلي دي.
د طبیعي پېښو د مدیریت ایالتي ادارې ویلي، چې په خیبر قبایلي ولسوالۍ کې دوه کسان او په بونیر او ټانک ولسوالیو کې بیا د چت پرېوتو له امله یو، یو کس مړ شوی دی.
دارنګه په خيبر قبايلي ولسوالۍ کې ۱۲ کورونه زيانمن شوي او د برېښنا څو ستنې هم لهمنځه تللې دي. هاخوا بیا د لنډي کوتل او جمرود په څو سیمو کې هم سېلابونو سړکونه ویجاړ کړي دي.