پاکستاني پولیسو څو افغانان د جرمني ملاتړلیکونو د لرلو سربېره ونیول

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

پاکستاني پولیسو د جرمني حکومت او اسلام‌اباد د پخوانۍ شوې هوکړې سربېره، یو شمېر هغه افغانان چې د جرمني له‌خوا منل شوي او دغه هېواد ته د لېږد په تمه وو؛ نیولي دي. د پاکستاني پولیسو یوه ویاند ویلي، چې د دوو ماشومانو په ګډون ۸ کسان د اسلام‌اباد په یوه مېلمستون کې نیول شوي دي.

تېره میاشت هم لسګونه هغه افغانان چې جرمني ته د ننوتلو اسنادونه یې لرل، ونیول شول او بیا ۲۱۰ یې افغانستان ته و اېستل شول. ډېری دغه کورنیو په اسلام‌اباد کې جرمني ته د لېږد په تمه میاشتې او ان کلونه انتظار کړی و.
تر دې پېښې وروسته، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دغه هېواد پر پاکستان فشار راوړي؛ څو دغه کسان بېرته راستانه شي او خبرې‌اترې روانې دي، تر هغې چې د هغوی د بېرته ستنېدو بهیر اسانه شي.
ورته مهال، د جرمني د بشري حقونو بنسټونو د کابینې پر دوو وزیرانو د دې لپاره عریضه کړې، چې د دغه افغانانو لاسنیوی یې نه‌دی کړی. ورسره جوخت، د جرمني حکومت اعلان وکړ چې د زیانمنو او د دغه هېواد د منل‌لیک لرونکو افغانانو د لېږد بهیر بېرته پیلوي.
دې سره جوخت، شاوخوا ۲۰۰ افغانان چې له پاکستانه اېستل شوي، د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې دوی په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د تښتونې، شکنجې او خپل‌سرې نیونې له ګواښ سره مخامخ دي.
د جرمنۍ ورځپاڼې ټاګس شپیګل په وینا؛ مېرڅ په ځواب کې ویلي، دغه غوښتنه جدي نیسي او ټینګار یې کړی چې د هر کس قضیه به په انفرادي ډول وڅېړل شي.
د رپوټونو له‌مخې؛ اوس له دوو زرو ډېر افغانان چې د جرمني د پخوانیو ادارو کارکوونکي او له ګواښ سره مخ کسان په‌کې شامل دي، پاکستان کې جرمني ته د لېږد په تمه دي. تر هغې وروسته چې د ۲۰۲۱کال اګسټ میاشتې پرمهال په کابل کې د جرمني سفارت وتړل شو، ټولې څېړنې په پاکستان کې ترسره کېږي.
د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۰مه) تر میاشتو ځنډ وروسته، یوې الوتکې د جرمني ملاتړلرونکي ۴۷ افغانان دغه هېواد ته ولېږدول. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ټولو کسانو تر حقوقي ننګونو وروسته خپلې ویزې ترلاسه کړې دي.

نور خبرونه

رادیو