د خیبر پښتونخوا په کورمه کې پر یوه مساپر وړونکي موټر د ناپېژانده وسلهوالو په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي. پېښه د کورمې په املکوټ سیمه کې شوې، چې دغه سیمه تر دې وړاندې هم د فرقهیي تاوتریخوالي شاهده پاتې شوې ده.
په سیمه کې ځايي سرچینو ویلي، چې یوه ډله ناپېژانده وسلهوالو د مساپرو پر موټرو ډزې کړې چې له کبله یې د لومړینو معلوماتو پربنسټ اووه کسان وژل شوي دي.
رسمي سرچینو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو په کورمه کې د دواړو سني او شیعه مذهبو استازو پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.