د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد د فدرالي پلټنو ادارې په تورخم کې یو افغان له ۲۵ پاسپورتونو سره نیولی.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، پر دغو پاسپورټونو د تاجکستان ویزې لګېدلې وې. نیول شوی کس سبحان الله نومیږي او د ننګرهار د مرکز جلال اباد اوسېدونکی دی.
یادې ادارې ویلي چې تر لومړنۍ پوښتنو وروسته سبحان د نورو پلټنو لپاره د پېښور د انساني قاچاق ضد څانګې ته انتقال شوی دی.