د ترکیې د کارابوک اېفلاني ولسوالۍ د سرایچک کلي یوه ځنګلي سیمه کې د اورلګېدنې په تور پنځه افغان کارګر نیول شوي دي. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه کسانو په ځنګله کې خېمه جوړه کړې وه، چې د پخلي پرمهال خیمې اور واخیست او دغه اور د ځنګل نورو برخو ته خپور شو.
د ترکي رسنۍ د معلوماتو له مخې؛ اوس هم د اوروژنې هڅې روانې دي. دغه کارګران نعمتالله، اسدالله، تاج محمد، عبادالله او شېر محمد نومېږي؛ چې د ځنګلي ونو پرې کولو کار یې کاوه.
ترکي رسنۍ زیاتوي، دغه کسان د «بېغورۍ له امله د اور لګېدو» په تور نیول شوي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به محکمې ته واستول شي.