ملي مرکې بنسټ په افغانستان کې د مشروع او قانونمند نظام پر جوړولو ټینګار کړی

۲ ساعتونه مخکې

«ملي مرکه» بنسټ په یوه غونډه کې په افغانستان کې د داسې حکومت پر جوړېدو ټيڼګار کړی، چې د ټولو خلکو لپاره د منلو وړ وي، ملي او نړیوال مشروعیت او اساسي قانون ولري او د ښځو فعاله ونډه تضمین کړي.دغه بنسټ ویلي، هڅه کوي ملي مرکه په یوه لویه جرګه بدله کړي.

د ملي مرکې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ یې د کاناډا په ټورنټو ښار کې ناسته کړې او د ناستې ګډونوالو په افغانستان کې پر یوه مشروع او قانونمند حکومت ټینګار کړی دی.

دغه بنسټ ویلي، چې د اتباعو له اساسي حقونو، په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړې له حق څخه دې سرغړونه سملاسي پای ته ورسیږي.

ددغه بنسټ په غونډه کې ویل شوي، «د ښځو فعال حضور د دې ناستې یو مهم ټکی و، چې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او تعلیمي بنسټونو کې د د دوی د برابرې ونډې په اړه د ولسي ارادې او غوښتنې څرګندونه کوي».

ملي مرکې په خپله خبرپاڼه کې ویلي:« په دې ناسته کې وړاندیز وشو چې د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه جامع لارنقشه جوړه شي، چې سیاسي اصلاحات، اقتصادي بیا رغونه، تعلیمي پراختیا او ټولنیز عدالت پکې شامل وي».

د ناستې ګډونوالو د داسې حکومت پر جوړېدو ټيڼګار کړی، چې د ټولو خلکو لپاره د منلو وړ وي، ملي او نړیوال مشروعیت ولري، اساسي قانون ولري او د ښځو فعاله ونډه تضمین کړي.

دغه بنسټ ویلي، چې هڅه کوي د افغانانو نظریات او حللارې راټولې کړي، او په پای کې دا ملي مرکه په یوه لویه جرګه بدله کړي، چې د افغانستان او افغانانو راتلونکی په شفاف ډول ترسیم کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ملي مرکې بنسټ ځینو غړو څو وارې افغانستان ته هم سفرونه کړي دي او د طالبانو له چارواکو سره یې په لیدنه کې د افغان نجونو د تعلیم د حق په اړه خبرې کړې دي، خو ددې سفرونو نتایج تراوسه نه دي په ډاګه شوي.

نور خبرونه

رادیو