افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي سندونه ښيي، چې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور په دې اداره کې ډیری خپل نږدې خپلوان او د لوګر او میدان وردګ ولایتونو اوسېدونکي ګومارلي دي.
سرچينې وايي، دلاور ډېرې ګومارنې د مسلک او تخصص خلاف کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه کې سرچینو نن دوشنبه د (وږي ۲۴مه) وویل، چې د سرې مياشتې رییس شهاب الدین دلاور ځېنې کارکوونکي د تنقيص په پلمه له دندو لرې کوي او پر ځای يې خپل کسان په دندو ګوماري.
د رارسېدلو سندونو له مخې، شهاب الدین دلاور په نږدې وختونو کې شاوخوا ۳۵ کسان یوازې له لوګر او میدان وردګ ولایتونو ګومارلي دي.
له وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو سندونو کې ښودل شوې، چې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارت نه بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي.
تر طالبانو مخکې په جمهوریت هم نیوکې دا وې چې د وزیر په بدلېدو سره د اړوند وزارت مختلف چارواکي په تېره د وزیر له دفتر سره نږدې کسان بدلېږي او اړوند چارواکي خپل د راز او نیاز کسان ګوماري.
دغه چاره د اداري فساد د زیاتېدو یو مهم لامل هم بلل کېده.