د پښتونخوا ایالتي وزیر: د افغان کډوالو شړل د انساني ارزښتونو خلاف عمل دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۱

د خېبر پښتونخوا د قانون وزیر د پاکستان حکومت له‌خوا د افغان کډوالو اېستلو پالیسي د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي، چې دغه کار به د پاکستان او افغانستان ترمنځ کرکه نوره هم ډېره کړي.

هغه زیاته کړې، چې د پښتونخوا ایالتي حکومت به له فډرالي حکومت سره په دې برخه کې هیڅ ډول همکاري ونه کړي. د پښتونخوا د قانون وزیر افتاب عالم د ایالتي اسمبلۍ تر غونډې وروسته خبريالانو ته وویل:« موږ د فډرالي حکومت دې کار سخت خواشيني کړي یو.»

د هغه په وینا؛ په داسې حالاتو کې له پاکستانه د افغانانو اېستل نه یوازې دا چې مناسب کار نه دی، بلکې د انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.

هغه وایي:« په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله زرګونه کورنۍ ځپل شوې او غمجنې دي؛ په داسې غمجن وضعیت کې د انسانيت غوښتنه دا ده، چې موږ له خپل ګاونډي هېواد سره مرسته وکړو.»

تر دې مخکې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل غندلي و.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د اېستلو درېیمه څپه پیل شوه.

نور خبرونه

رادیو