د خیبر پښتونخوا د بنو په ننني ځانمرګي برید کې ۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۱

پاکستاني چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د نن سهار وختي ځانمرګي برید په پایله کې ټول شپږ سرتېري وژل شوي او ۱۶ ټپيان دي. په برید کې شپږ وسله وال هم وژل شوي. دغه برید له ۱۲ ساعته جګړې وروسته پای ته رسېدلی.

بریدګرو له مرکز سره له چاودېدونکو توکو ډک موټر ټکر کړی و.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د سیمه ییز پولیسو مشر سجاد خان وویل چې ځانمرګي بریدګر خپل موټر د مرکزله دیوال سره ټکر کړ او نورو بریدګرو ته یې مرکز ته د ننوتلو لاره پرانېسته.

په برید کې ۱۶ سرتېري او درې ملکیان ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو