د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ټیلیفوني اړیکه کې د زلزلې له امله رامنځته شوي ناورین باندې خواشیني ښودلې او افغانستان ته یې د عاجلې مرستې په توګه د زر خیمو او ۱۵ ټنه خوراکي توکو د لېږلو خبر ور کړی.
شنکر پر خپل اېکس ولیکل، چې « نن د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره خبرې وشوې. د زلزلې له امله د خلکو د مړینې په اړه مو خپلې خواشینۍ څرګندې کړې.»
شنکر وايي، متقي ته یې وویل، چې نوي ډیلي نن په کابل کې ۱۰۰۰خیمې رسولې دي.
نوموړي زیاته کړې، « ۱۵ ټنه خوراکي توکي هم د هند د ماموریت له خوا له کابل څخه کونړ ته سمدستي انتقالېږي. نور مرستندویه توکي به له هندوستان څخه سبا پیل شي».
هغه د خیمو انځورونه هم خپاره کړي دي.
نوموړي د ټپیانو د ژر رغېدو هیله کړې او وايي، « هند په دې سخت وخت کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی».
په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د وږي لسمه) د جې شنکر له قوله وویل، چې هېواد به يې د درملو او خوړو په برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیر خان متقي له جې شنکر څخه د افغانانو د لاسنیوي له امله مننه کړې ده او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ ورکړی دی.