په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۰

د پاکستان د اقلیم بدلون فدرالي وزیر د یکشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) وویل، د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله په ټول پاکستان کې نږدې ۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي او تر ټولو ډېر د دغه هېواد بې وزلي ځپل شوي دي.

نوموړي په اسلام اباد کې په همدې تړاو په یوې خبري غونډه کې وویل، په دغو کسانو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان په عاجله توګه مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، حکومت تر اوسه له بې وزلو سره بېړنۍ مرستې کړي او همداراز یې له نورو بډایه او شتمنو پاکستانیانو وغوښتل، چې په دې سختو شرایطو کې د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي.

له دې سره سم، د دغه هېواد د سېند ایالت اعلی وزیر مراد علي شاه بیا خبرداری ورکړی چې دمګړی د سېلابونو له امله شاوخوا ۱ اعشاریه ۶ میلیونه کسان له خطر سره مخ دي او همداراز یې په پنډغالو کې د ناروغیو د خپرېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه.

پاکستاني چارواکو د دغې ستونزې اصلي لامل اقلیمي بدلون په ګوته کړی او په اوسنیو شرایطو کې یې د سېلاب ځپلو لاسنیوی د ټول پاکستان ګډ مسوولیت بللی دی.

دوی همداراز تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو په ازاد کشمیر کې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو د راوتو په تړاو خبرداری ورکړی او په وینا یې ښايي په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښوېیدنې لامل هم شي.

نور خبرونه

رادیو