پاکستانۍ وېبپاڼه «ډیلي سیپک» په یوه خپره کړې مقاله کې وایي، د روسیې «مسکو فارمټ» غونډې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې مهم هېوادونه سره راټول کړل، چې پکې پاکستان د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
په دې اوومه ناسته کې د افغانستان ترڅنګ د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و. دا په داسې حال کې ده، چې د لومړي ځل لپاره طالبان په رسمي ډول د غړیتوب برخه وو او بېلاروس د مېلمه په توګه ګډون درلود.
دا خبري وېبپاڼه وایي، چې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دغه ناستې پر مهال ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان له خاورې د فعالو ترهګريزو شبکو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» پر ضد ګډه همغږي رامنځته کړي. هغه وویل، د ترهګرۍ ضد هڅې باید له سیاسي او اقتصادي همکارۍ او د نشه یي توکو پر ضد له ګډو نوښتونو سره یوځای پر مخ ولاړې شي. پاکستان یو ځل بیا د یو باثباته او سولهییز افغانستان د ملاتړ ژمنه تکرار کړه.
په مقاله کې راغلي، چې د غونډې په ګډه اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانستان د سیمهییز امنیت لپاره بنسټیز ارزښت لري. ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید پرېکنده ګامونه پورته شي. همدارنګه د افغانستان د اقتصادي ودې، سوداګرۍ، پانګونې، سیمهییز اتصال او د بشري مرستو د پراختیا غوښتنه وشوه، د ګډون کوونکو هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید له سیاسي موخو لرې وساتل شي.
ډیلي سیپک وېبپاڼه وایي، چې ګډونوالو په څرګنده توګه د بهرنیو قدرتونوپه ځانګړي ډول د امریکا له خوا په افغانستان کې د پوځي اډو د بیا ځای پر ځای کولو هڅې رد کړې. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بیا فعالېدو وړاندیز کړی و. خو طالبانو ویلي، چې هېڅ بهرني ځواک ته به د پوځي حضور اجازه ورنه کړي.
د غونډې په څنډو کې، د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل. دواړو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمهییز اتصال او امنیت په اړه خبرې وکړې او پرېکړه یې وکړه، چې د ګمرکي چارو په اسانولو او د زېربناوو په پیاوړتیا سره د سیمهییزو سوداګریزو دهلېزونو امکانات پرانیزي. همدارنګه، محمد صادق د چین او ایران له استازو سره هم لیدلي او د سیمهییز امنیت، ترهګرۍ ضد همکارۍ او بشري ملاتړ پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم لیدلي دي. دواړو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سیمهییزو پروژو او د نشه یي توکو پر ضد مبارزې په اړه بحث کړی. متقي د روسیې له لوري د طالبانو د رسمي پېژندنې هرکلی کړی او دا یې د افغانستان د نړۍوالو سیاسي او اقتصادي تعاملاتو لپاره یو مهم ګام بللی.
د مسکو د فارمټ ګډونوالو یو ځل بیا د یو خپلواک، باثباته او سولهییز افغانستان د ملاتړ ژمنه وکړه. دوی ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، اقتصادي وده، سیمهییز اتصال او دوامداره بشري مرستې د سیمې د سولې او پرمختګ لپاره اړین ګامونه دي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د دوامدارو خبرو، همکارۍ او ګډو اقداماتو له لارې به د سیمې د سولې او ثبات لپاره هڅې جاري وساتي.