په برېټانیا کې د نږدې ۴۰۰ مېرمنو او نجونو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي؛ خو دغه کډوالې بېرته افغانستان ته هم نه شي ستنېدای. د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال د جون میاشتې تر پایه پورې د ۶۰۶۶ افغانانو پناه غوښتنې رد شوې دي، چې ۳۶۷ ښځې او نجونې هم په کې شاملې دي.
د بریټانیا ابزرورب ورځپاڼې دوشنبه (د وږي ۱۰مه) لیکلي، چې له یوې خوا په افغانستان کې طالبان د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند پراخ بندیزونه لګولي؛ خو له بلې خوا په برېټانیا کې د ۶۷۸۴ نورو افغانانو دوسیې تر اوسه بیخي څېړل شوې نه دي.
د شنونکو په وینا؛ ښایي تر ۱۰ زره ډېر کډوال په ګډوډ وضعیت کې بند پاتې شي.
د روان کال د جون میاشتې تر پایه ۳۶۶۴ افغانان په هوټلونو او تر ۶ زرو ډېر افغانان په نورو لنډمهاله استوګنځایونو کې ساتل کېدل.
د دوی مدافع وکیلان وايي، افغانان په داسې وضعیت کې دي چې نه افغانستان ته ستنېدای شي او نه کار کولای شي؛ یوازې د حکومت مرستې ته اړ دي.