د ازبکستان ولسمشر: په افغانستان کې دې د ټولنیزو-اقتصادي پروژو ملاتړ زیات شي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه کې وویل چې په افغانستان کې دې د ټولنیزو ـ اقتصادي پروژو د ملاتړ لپاره هڅې زیاتې شي. هغه همدا راز وویل چې د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل ملاتړ کوي.

د ازبکستان د ولسمشرۍ رسنیز دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، چې ولسمشر شوکت میرضیایف د شانګهای همکارۍ سازمان (ایس‌سي‌او) په سرمشریزه کې چې د چین په تیانجین کې ترسره شوه، د چین، بلاروس، هندوستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، روسیې او تاجکستان له مشرانو سره ګډون وکړ.

دغه رسنیز دفتر وایي په یاده غونډه کې ضیایف ټینګار وکړ چې باید د سازمان د اغېز لوړولو، د غړیتوب د پراخولو، امنیت، سوداګرۍ او ترانسپورتي همکاریو د پیاوړتیا او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ټولنیزو ـ اقتصادي پروژو د ملاتړ لپاره هڅې زیاتې شي.

ضیایف زیاته کړه: «موږ د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل ملاتړ کوو. د دې ډلې یو له اساسي دندو څخه کولای شي د رغنده خبرو اترو د هڅونې او په افغانستان کې د ټولنیزو ـ اقتصادي پروژو د ملاتړ لپاره د وړاندیزونو جوړول وي.»

هغه دا هم وویل چې د اوسني نړیوال اقتصادي وضعیت په رڼا کې، د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ځانګړی تمرکز لري.

هغه زیاته کړه: «موږ د دې پراخې سیمې لپاره د اقتصادي همکاریو د یوه دوامدار ماډل د رامنځته کېدو ملاتړي یو. زموږ په باور، د سوداګرۍ د اسانتیا تړون لاسلیکول یو مهم ګام دی، ځکه چې دا به د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د ودې لپاره نوې هڅونه او چټکتیا رامنځته کړي.»

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې تر ۲۰ډېرو هېوادونو مشرانو برخه اخیستې وه.

شنونکي وایي، چین هڅه کوي چې د امریکا په مشرۍ د نظم پر وړاندې بدیل وړاندې کړي او له هند سره خپلې اړیکې ښې کړي؛ نو ځکه مودي یې د پرمختیا په برخه کې خپل شریک وباله.

نور خبرونه

رادیو