د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ: افغانستان لا هم د نړۍ یو له ناامنه هېوادونو څخه دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۰

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ افغانستان د ۲۰۲۵کال په نړۍواله ډلبندۍ کې ۱۵۸ درجه کې ځای کړی او د نړۍ له ناامنه هېوادونو څخه یې ګڼلی. که څه هم په افغانستان کې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته د جګړې کچه راکمه شوې؛ خو د کمزورې حکومتولۍ او بشري ناورینونو له امله سياسي ناکرارۍ ډېرې شوې.

دغه انسټیټیوټ په خپل کلني راپور کې د نړۍ ۱۶۳ هېوادونه ارزولي دي. دغه هېوادونه د امنيتي وضعیت، کورنیو شخړو، سپکو وسلو ته د لاسرسي او سیاسي ټیکاو له مخې ډلبندي شوي دي.

تېر کال افغانستان په دې نوملړ کې ۱۶۰م ځای ځایګی لاره؛ خو سږکال تر پخوا دوه درجې امن بلل شوی دی.

افغانستان د سوېلي اسیا یوازینی هېواد دی، چې سپکو وسلو ته د لاسرسي، جرمونو، سیاسي بې‌ثباتۍ، سیاسي ترور، د کډوالو او بې‌ځایه شویو خلکو وضعیت او پوځي لګښتونو ته په کتو سره ټيټې نمرې ورکول شوې دي.

تر افغانستان وروسته یمن، کانګو، سوډان او اوکراین د نړۍ ناامنه هېوادونو ګڼل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو