د پاکستاني طالبانو تحریک تازه د خپلو پوځي عملیاتو کلنی راپور وړاندې کړی او ادعا یې کړې، چې د روان زېږدیز کال د اګست تر میاشتې پورې یې په پاکستان کې ۵۵۶ بریدونه کړي او د دغه بریدونو پرمهال یې ۵۴۴ پوځیان وژلي، ۹۳۰ یې ټپيان کړي او ۱۲ یې ژوندي نيولي دي.
په اعلامیه کې دا ادعا هم شوې، چې په دغه بریدونو کې یې د پاکستان د امنيتي ادارو وسلې، مهمات او نور وسایل هم نیولي دي.
په دغه کلني راپور کې د بریدونو ډول هم په تفصيل سره یاد شوی دی، لکه کمینونه، د نښه ویشتونکي توپک، چریکې، راکټي، لاسي بمونو، چاودنو، تعرضي، ځوابي، هدفي او ځانمرګي بریدونه شامل دي.
تر دې مهاله د پاکستان امنيتي ادارو په دې اړه څه نه دي ويلي.