د طالبانو مشر خپل ددې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر له دندې لرې کړی او د میدان ورګ ولایت د والي په توګه یې ټاکلي دي. د نوموړي پرځای د لغمان مخکینی والي شیخ سیراحمد حقاني د اطلاعاتو او فرهنګ د نوي وزیر په توګه ټاکل شوی.
دغه راز په نویو ګومارنو کې د میدان وردګ ولایت مخکینی والي قاري محمد بختیار معاذ د لغمان ولایت د والي په توګه، د۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی مرستیال ملا محمد حافظ مجاهد د فراه والي په توګه، د فراه ولایت مخکینی والي مولوي غوث الدین رهبرد ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په نویو ګومارنو او تبدیلیو کې د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند دویمې پلې لوا مخکینی قوماندان قاري محمد نسیم عزت د جوزجان د مرستیال په توګه، د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې مخکینی امر شیر علي جند ﷲ د پکتیا ولایت د امنیه قوماندان په توګه، د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لوا مخکینی قوماندان ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۵ البدر قول اردو د دویمې پلي لوا د قوماندان په توګه ګومارل شوي.
دغه راز د جوزجان ولایت مخکینی مرستیال مولوي نورالدین د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لوا قوماندان په توګه او د پکتیا ولایت د طالبانو مخکینی امنیه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص د کابل ښار درېیمې حوزې د امر په توګه ټاکل شوي دي.