د اوکراین، منځني ختیځ، ایران، اسراییل او ځینو نورو هېوادونو جګړو طالبانو ته فرصت ورکړی چې د هوايي حریم څخه د تېرېدونکو الوتکو په بدل کې ۷۰۰ ډالره واخلي. د جمهوریت پر مهال له افغانستانه هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ الوتکې تېرېدې، خو د طالبانو د واکمنېدو وروسته دغه شمېر صفر ټیټ شو.
د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د روسیې فضایي حریم د ډېرو لوېدیځو هوایي شرکتونو لپاره تړل شوی دی. دا اوس د امریکا هوایي شرکتونو لپاره دا معنا لري چې باید ډېر اوږده او غېر مستقیمې لارې وکاروي، چې له امله یې د پرواز وخت زیات او د سون توکو لګښت لوړ شوی دی.
د منځني ختیځ ډېری سیمې دا مهال د پرواز لپاره خطرناکې دي، ځکه چې توغندي ډېر توغول کېږي.
همداراز هند او پاکستان هم سږ کال خپل هوایي حریمونه یو پر بل بند کړل.
د دې ټولو ستونزو له امله، د اروپا او اسیا ترمنځ د هوا له لارې خوندي تګلاره نادره شوې ده.
که څه هم د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د افغانستان له فضا څخه الوتنې کمې تېرېدې اوس مهال خطر کم ګڼل کېږي.
له همدې امله ډېری هوايي شرکتونه د دې پر ځای چې د ایران یا نورو ناامنو سیمو له لارې تګ وګړي، خپلې الوتکې د افغانستان پر فضا تېروي.
په افغانستان کې د طالبانو له واک څخه دوه کاله وروسته امریکا د مقرراتو نرمول پیل کړل، چې له مخې به یې سوداګریزو هوایي شرکتونو ته اجازه ورکړل شي، چې د افغانستان په اوږدو کې په داسې لارو الوتنه وکړي چې د ختیځ او لوېدیځ تر منځ لارې لنډې او د تېلو لګښت ورسره کم شي.
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو سره سم هوايي شرکتونو له دې فضا څخه له تېرو ډډه کول او د هېواد هوايي کنټرول هم بند شوی و.
د ایران او اسراییل ترمنځ د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو وروسته هوايي شرکتونو خپل فضايي مسیرونه خطرناک ګڼل. د امریکا د ملکي هوايي چلند ادارې امریکايي شرکتونو ته اجازه ورکړې، چې د افغانستان د شمال ختیځ له لارې د واخان دهلېز یوه نرۍ فضايي مسیر وکاروي.
طالبانو د دې بدلون څخه سمدلاسه ګټه پورته کړې.
د کابل چارواکو د هرې الوتنې لپاره، که لویه تجارتي وي یا شخصي جېټ، د یوه پرواز په بدل کې ۷۰۰ ډالر ټاکلي دي.
دا فیس ورکول تر هغو چې یو پرواز ۵۰۰ یا ۱۰۰۰ میله اوږده فاصله طی کوي ارزانه تمامېږي.
د پخواني جمهوري حکومت پر مهال دا بیې ارزانه وې او شاوخوا ۴۰۰ الوتنې هره ورځ د افغانستان له فضا څخه تېرېدې، چې دا به یې شاوخوا ۲۸۰,۰۰۰ ډالره عاید راووړ.
په ۲۰۲۱ کال کې کله چې طالبان واک ته ورسېدل، دا شمېر نږدې صفر ته راښکته شو.
اوس چې پروازونه بېرته شروع شوي، دا د طالبانو لپاره یوه مهمه عایداتي سرچینه ګرځېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت روان کال ویلي و چې په تېر لمریز کال کې د افغانستان له فضا نه ۹۶ زره او ۵۰۰ عبوري الوتنې تېرې شوې دي. یادې ډلې همداراز ویلي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان دننه او دباندې ۲۰۰ الوتنې کېږي.