په ننګرهار کې د پرله‌پسې زلزلو له امله د مړو شمېر ۹ او د ټپیانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت په درهء نور ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کې د نن شپې شاوخوا ۱۲ بجو د پرله‌پسې دوامداره زلزلې له امله د مړو شمېر ۹ او د ټپيانو شمېر بیا ۲۰ ته ورسېد.

د نوموړي په وینا، ډېری ټپيان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د یو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعیت ډېر نازک دی.

د ننګرهار د زلزله ځپلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغې زلزلې له امله یو شمېر کورونه نړېدلي او ښايي ځينې کسان لا هم تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.

له دې ټولو سره سره، د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د دغو زلزلو او ورپسې ټکانونو له امله د مړو او ټپیانو وروستی او کره شمېر نه دی مشخص شوی او د زلزله ځپلو سیمو او روغتیايي مرکزونو تر منځ د واټڼ د لرې والي له امله روغتيايي مرکزونو ته د ټپيانو د لېږدونې بهیر همداراز وام لري.

له زلزلې وېرېدلي ماشومان

له دې سره سم، په زلزله ځپلو سیمو کې ډېری کورنۍ او په ځانګړې توګه ماشومان له خپلو مېنو ازادې فضا ته راوتي او لاسونه یې دوعا ته لپه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو