د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې کیېف پلان لري پر روسیه نوي ژور بریدونه وکړي.
زیلینسکي پر اېکس ولیکل: «موږ به خپل فعال عملیات په دقیق ډول همداسې جاري وساتو لکه څنګه چې د اوکراین د دفاع لپاره اړین دي. نوي ژور بریدونه هم پلان شوي دي».
هغه دا خبرې د اوکراین له لوړپوړي جنرال الکساندر سوریسکي سره تر لیدنې وروسته کړې دي.