د طالبانو ویاند د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د شوې زلزلې په تړاو د خواشینۍ له څرګندولو سربېره ویلي، چې د زلزله ځپلو د ژغورنې لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخیستل شي.
ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د نن شپې د زلزلې له امله په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي او په وینا یې د دوی له ځايي مسوولینو سربېره خلک هم د زلزله ځپلو د ژغورنې پر هڅو بوخت دي.
د نوموړي په وینا، زلزله ځپلو سیمو ته له مرکز او نږدې ولایتونو مرستندویه ټيمونه پر لاره دي.
په ختیځو ولایتونو کې د پرلهپسې زلزلو او ورپسې ټکانونو له امله ډېره مرګ ژوبله په کونړ ولایت کې رامنځته شوې او د ځايي سرچینو په وینا، له روغتیايي مرکزونو د زلزلې سیمو د لرې والي له امله لا هم د ټپيانو د لېږدونې بهیر دوام لري.
د کونړ په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، تر اوسه څه باندې ۱۰۰ ټپيان یوازې ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د ټپيانو د لېږدونې بهیر دوام لري.
د نن شپې د زلزلې تر ټولو ډېره مرګژوبله په کونړ کې رامنځته شوې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو
په ننګرهار کې بیا د یادې زلزلې له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۹ او د ټپيانو شمېر بیا ۲۰ ته رسېدلی دی.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، په دغو ټپیانو کې د ځينو روغتیايي وضعیت ډېر نازک دی.