د جرمني صدراعظم وايي د اوکراین جګړه ښايي اوږده شي

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د جرمني صدراعظم فریدریښ مېرڅ د یکشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین جګړې د اوږدېدو لپاره یې ځان تیار کړی، ځکه جګړې ډېری یا په پوځي ماتې یا اقتصادي ستړیا پای ته رسېږي، خو د کییف او مسکو په تړاو دا نښې نه ښکاري.

د مېرڅ څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو د کتنې په تړاو ضرب‌الاجل سبا پای ته رسېږي.

ټرمپ ګواښ کړی چې که دغه ناسته ترسره نه شي، نو «اغېزې» به ولري.

مېرڅ او د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د جګړې پړه د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین اچولې او له امریکا یې غوښتي چې پر مسکو نور سخت بندیزونه ولګوي.

مېرڅ زي ډي اېف عامه ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: « زه په داخلي توګه ځان دې ته تیاروم چې دا جګړه به اوږده وي. هڅې کېږي د پراخو دیپلماتیکو نوښتونو له لارې ژر پای ته ورسېږي، خو دا د اوکراین د تسلیمېدو په بیه نه شي کېدای، ځکه که داسې وشي، روسیه به بیا بل هېواد په نښه کړي او سبا یا بل سبا به وار زموږ پر سر راشي. دا د منلو وړ نه ده».

هغه د دې پوښتنې ځواب ورنه‌کړ چې ایا جرمني به د سولې د احتمالي تړون په صورت کې د امنیتي ضمانتونو لپاره پوځیان اوکراین ته واستوي که نه.

بریتانیا او فرانسه د «تضمینوونکي ځواک» د جوړولو وړاندیز مخته وړي څو د روسیې د راتلونکو احتمالي بریدونو مخه ونیسي، خو د جرمني د ګډون احتمال د دغه هېواد په ولس کې اندېښنې راپورته کړې دي.

کرملین د یکشنبې په ورځ وویل چې اروپايي قدرتونه د ټرمپ د سولې د هڅو پر وړاندې خنډ کېږي او روسیه به خپل عملیات تر هغه وخته وغځوي، چې د کییف له‌خوا د سولې رښتینې نښې نښانې وویني.

نور خبرونه

رادیو