د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال عزیزالله مصطفی وايي، په کونړ کې د مرګونې زلزلې له امله د ټپيانو د لېږدونې په موخه به ډېر ژر د ننګرهار له هوايي ډګره چورلکې پورته شي.
د نوموړي په وینا، دغه چورلکې به له زلزلهځپلو سیمو ټپيان تر روغتیايي مرکزونو ورسوي.
عزیزالله مصطفی زیاتوي، زلزلهځپلو سیمو ته د مرستندویه ټيمونو د استولو لپاره له کابل سره هم همغږي شوې ده.
د نن شپې د زلزلې تر ټولو ډېره مرګژوبله په کونړ کې رامنځته شوې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو
په ختیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د نن شپې شاوخوا ۱۲ بجو پرلهپسې زلزلو او ورپسې ټکانونو له امله ګڼه مرګ ژوبله اوښتې، خو لا تر اوسه یې کره شمېر نه دی مشخص شوی او د ټپیانو د لېږدولو بهیر همداراز دوام لري.
د کونړ په ولایتي روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، تر اوسه څه باندې ۱۰۰ ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
له دې سره سم، په ننګرهار کې د یادې زلزلې له امله تر اوسه د ثبت شویو معلوماتو له مخې، ۹ کسان مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي او د ځينو روغتیايي حالت هم ډېر نازک ښودل شوی دی.
ځايي خلک بیا وايي، په دغې زلزلې کې یو شمېر کورونه نړېدلي او لا هم ځينې کسان تر کنډوالو لاندې دي او د زلزلهځپلو سیمو ډېری خلک له خپلو کورونو وتلي او په ازاده فضا کې شپه سبا کوي.